Home » News & Politics » طالبان وايي ډېر ژر به په بېن الافغاني خبرو کې د اختلاف مسایل حل شي

طالبان وايي ډېر ژر به په بېن الافغاني خبرو کې د اختلاف مسایل حل شي

Written By BBC Pashto on Friday, Oct 02, 2020 | 02:30 PM

 
د قطر په دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم وايي د سولې په هیله خبرو ته حاضر شوي دي او ډېر ژر به په بېن الافغاني خبرو کې د اختلاف مسایل حل شي. د طالبانو دغه ویاند له بي بي سي پښتو تلویزیون سره په مرکه کې پر دې او په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي له هغه وروسته غږېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دوحې ته په خپل سفر کې، د طالبانو او افغان حکومت له پلاوو -  سره تېره شپه خبرې کړې دي. شازیې حیا د طالبانو د دوحې دفتر له ویاند سره خبرې کړي: #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht Subscribe for more videos: Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto