Home » Education » Zargiya Chop Sha | Salma Shaheen | Sardar Ali Takkar | زړګيه، چوپ شه | سلما شاهين | سردارعلي ټکر

Zargiya Chop Sha | Salma Shaheen | Sardar Ali Takkar | زړګيه، چوپ شه | سلما شاهين | سردارعلي ټکر

Written By Meena Jibran on Tuesday, Feb 18, 2020 | 02:26 PM

 
شاعره: ډاکتره سلما شاهين سندرغاړی: سردار علي ټکر ـــــــــــ زړګيه چوپ شه، په دې شور کې څوک خبره اوري څه هنګامه ده، ظلم زور دی، څوک خبره اوري څوک د وفا په نوم لوټل کړي، څوک د مينې په نوم سوداګري ده په دې کور کې، څوک خبره اوري څه هنګامه ده، ظلم زور دی، څوک خبره اوري نه د پردو او نه د خپلو په نيتونو پوه شوو څومره خيرن دي زړونه، تور دي، څوک خبره اوري څه هنګامه ده، ظلم زور دی، څوک خبره اوري حسن ارزان او دومره عام په دې بازار خو نه وو اوس د دې دور حالات نور دي، څوک خبره اوري څه هنګامه ده، ظلم زور دی، څوک خبره اوري شاهين، بدل نه دی نظام لا د آقا او غلام د وخت تتوړه ده، ښه زور دی، څوک خبره اوري څه هنګامه ده، ظلم زور دی، څوک خبره اوري ______________ Zargia Chop Sha | Dr. Salma Shaheen | Sardar Ali Takar | زړګيه، چوپ شه | سلما شاهین | سردارعلی ټکر